ولسمشر غني نن د غزني ولایت د ولایتي شورا له غړو سره د خبرو پر مهال ویلي چې ددغه ولایت د امنیت او ټولو اسانتیاوو لپاره یې اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې ده. دده په وینا د غزني ولایت ته باید د لومړۍ درجه ولایت ټولې اسانتیاوې برابرې شي او په دې اړه یې کابینې ته هم لارښوونه کړې ده. د غزني د ولایتي شورا غړو له ولسمشر غني غوښتي، چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو شمېر لوړ شي، د ولایتي ادارو تشکیلات ډېر شي، د ښوونې روزنې او لوړو زده کړو په برخه کې دغه ښار ته لا ډېره توجه وشي، د وروستۍ جګړې له امله د ویجاړیو بیا رغونه وشي او په روغتیايي برخه کې شته ستونزې له منځه یوړل شي. ولسمشر غني ویلي چې د غزني د ښاریانو ستونزې یې واورېدې او ډېر ژر به یې د حل لپاره اقدام وشي. هغه همدا راز په دغه ولایت کې د سل میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه لوی تالار د جوړولو سپارښتنه هم کړې ده.