د بشري حقونو د څار ادارې پر خپله وېبپاڼه په یوه خپاره کړي مطلب کې ویلي، چې په پاکستان کې مېشت پښتانه له کلونو راهیسې تر ظلم او جبر لاندې ژوند کوي. سرچینه زیاتوي، دوی د پاکستاني پوځ په عملیاتو او د امریکايي الوتکو په بریدونو کې ځپل شوي دي او دوی ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې خپل غږ پورته کړي. سرچینه کاږي پښتانه په سوله ییزه توګه او له معقولو لارو خپل حق غواړي نو پاکستاني حکومت ته په کار ده، چې ددغه سوله ییز غورځنګ د ځپلو پر ځای ددوی غوښتنو ته ځواب ووایي. په مطلب کې ټینګار شوی، چې پاکستانی حکومت دې له زور زیاتي او د پښتونژغورنې غورځنګ د غړو له ځپلو او زنداني کولو لاس واخلي. د پښتونژغورنې غورځنګ د پاکستاني حکومت پر وړاندې له میاشتو راهیسې اعتراضونه کوي. دغه غورځنګ د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو د حقوقو لپاره مبارزه کوي. د نړۍ ګڼو بنسټونو، د بشري حقونو مدافعینو، مدني ټولنو او نړیوالو ادارو له دغه غورځنګ ملاتړ کړی دی.
نه فوهيګو چی ده نړی سترګی ولی ده پښتون لپاره پټی دی تیرتاریخ ته فه کتو فنجاب تل پښتانه ده ډال فه سیر استعمال کړی ده جنګ میدان یی فی ګرم ساتلی او خپل اټوم بم جوړ کړی پښتانه ټول افغانان دی باید نړی فه دی فکر اوکړی چی افغان هیسکله هم د چا غلام ککیدلی نشی باید لر او بر ټول افغانان سره یو شی فه داسی عمل به هم ده پښتون مرګ او تشدد له منځه لاړشی او هم به نړی ده بشرحقوق فه زای کړی وی