د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې جنرال قمر جاوید باجوه شمالي وزیرستان ته تللی دی او هلته یې د امنیتي ځواکونو له پوستو لیدنه کړې ده. نوموړی هغه سیمې ته تللی چې تېره اونۍ په یوه برید کې اووه پاکستاني عسکر پکې ووژل شول. نوموړي ویلي چې پر دغه کرښه به امنیتي تدابیر نور هم ډېر کړي او اجازه به ور نه کړي چې ترهګر بېرته پاکستان ته ستانه شي. د پاکستان د پوځ مشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پر ډيورنډ فرضي کرښه ددغه هېواد اقدامات غیر قانوني بلل شوي دي. دغه کرښه د رسمي پولې ارزښت نه لري او پاکستان د قوانینو له مخې حق نه لري پر دغه کرښه ورته اقدامات ترسره کړي. پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد بلل شوی دی خو د نړیوالو د تېر ایستلو لپاره هڅه کوي په دغه ډول اقداماتو سره ځان د ترهګرو ضد هېواد وښيي.