د افغانستان او هندوستان اړیکې د تاریخي، کلتوري او دوستانه اړیکو یوه ښه بېلګه ده. افغانان تل د هند د هغو پراختیایي او بشر دوستانه مرستو ستاینه کوي، چې د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې یې د دوی په هېواد کې ترسره کړې دي. د هند مرستې په بیلابیلو برخو کې، لکه روغتیا، تعلیم او زیربناوو، د افغانانو ژوند ته ښه والی راوستی دی. خو اوس هغه وخت دی چې د پخوانی ملګرتیا په دوام دا اړیکې اوس بیا د ژمنو له کچې لوړې شي او په عملي اقداماتو بدلې شي.
په تېرو دریو کلونو کې، د افغان سرپرست حکومت او د هندي چارواکو تر منځ څو ځله خبرې شوې دي. په دې خبرو کې، هند څو ځله ژمنه کړې چې په کابل کې به خپل سفارت بیا پرانیزي، افغانانو ته د ویزو ورکړې بهیر به بیا پیل کړي او د قنسولي خدماتو له لارې به افغانانو سره مرسته وکړي. خو له بده مرغه، د دې ژمنو په عملي کولو کې لا هم هېڅ څرګند پرمختګ نه دی لیدل شوی.
افغانان اوس له خبرو ستړي شوي دي او هند ته په تمه دي چې خپلې ژمنې په عمل کې پوره کړي. تازه بېلګه یې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سرپرست بهرنیو چارو وزیر او هندي دیپلوماتانو تر منځ وروستۍ لیدنه ده، چې یو ځل بیا پکې ژمنه وشوه چې هند به له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړي او د قنسولي خدماتو د پیل لپاره به ګامونه پورته کړي. خو اوس دا ژمنې یوازې د خبرو په کچه پاتې شوې دي، او عملي څه نه ښکاري.
هندوستان ته په کار ده چې د خپلو ژمنو عملي کولو لپاره په چټکۍ سره ګامونه پورته کړي. د کابل په سفارت کې د هندي خدماتو بیا پیل او افغانانو ته د ویزو ورکړه یوازې د اړیکو د بیا رغونې لپاره نه، بلکې د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله اړیکو د ټینګښت لپاره هم حیاتي ارزښت لري. د دې ژمنو عملي کول به نه یوازې د افغانستان او هند اړیکې پیاوړې کړي، بلکې د سیمې پر سیاسي او اقتصادي ثبات به هم مثبت اغېز وکړي.
افغانستان د هند لپاره په سیمه کې یو مهم ستراتیژیک ملګری دی. د افغانستان سیاسي او اقتصادي ثبات د ټولې سیمې د سولې او پرمختګ لپاره اړین دی.
هند باید درک کړي چې د افغانستان سره د اړیکو رغونه یوازې د خبرو اترو پر بنسټ نه، بلکې د عملي اقداماتو پر بنسټ ممکنه ده. که هند غواړي په سیمه کې خپل ستراتیژیک دریځ وساتي او د یوه باور وړ ملګري په توګه د افغانانو ملاتړ ترلاسه کړي، باید ژر تر ژره د خپلو ژمنو په عملي کولو پیل وکړي.
په پای کې، افغانان د هند له خوا د خپلو ژمنو عملي کولو تمه لري. دا یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د هند لپاره هم یوه ستراتیژیکه اړتیا ده چې خپلې ژمنې پوره کړي او له افغانستان سره د خپلو اړیکو نوی باب پرانیزي. د خبرو وخت پای ته رسېدلی دی، او اوس د عمل وخت دی. د دې اقداماتو عملي کول به د دواړو هېوادونو د لا نږدې اړیکو لپاره بنسټ کېږدي، چې د سیمې پر ثبات، پرمختګ اوثبات په ټینګښت کې به د پام وړ اغېز ولري.