طالبانو په رسمي ډول ومنله چې د اسلام اباد غونډه ځنډېدلې ده. د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: ((موږ په غونډه کې د خپلو استازو د ګډون تابیا نیولې وه، خو متاسفانه د مذاکراتي ټیم زیاترو غړو ته د امریکا او ملګرو ملتونو د تورلېست له امله د سفر زمینه مساعده نه شوه، له همدې امله یاده غونډه وځنډېده)). طالبانو ټینګار کړی چې غونډه دوی نه ده لغوه کړې او په دې اړه په رسنیو کې خپاره شوي راپورونه چې د غونډې د لغوه کېدو لامل ګڼل کېږي، ناسم دي.
د طالبانو همدغه پلاوی چې ټاکل شوې وه اسلام اباد ته ولاړ شي، تر دې وړاندې ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړي وو، خو تور لېست د دوی د سفر مخه نه وه نیولې، خو اوس ولې تور لېست د دوی د سفر مخه نیسي؟
د طالبانو د همدغه پلاوي لویه برخه غړي دوه ځله مسکو ته ولاړل، یو ځل اماراتو ته ولاړل، ایران ته یې سفرونه وکړل، چین ته ولاړل، پاکستان ته تللي وو او ډېر نور سفرونه یې هم کړي وو، خو هېڅکله هم د ملګرو ملتونو او امریکا لېست د دوی پر وړاندې خنډ نه شو. یوازې له ګوانتانامو را خوشي شوو دوو بندیانو چې د مذاکراتي ټیم برخه وو، اماراتو ته په تګ کې ستونزه پیدا شوه چې وروسته بیا امریکا هغه ستونزه هم حل کړه. اوس چې تور لېست جدي نیول شوی، تر شا یې نور لاملونه دي. په دې چاره کې تر ګردو ستر لامل دا دی چې ښايي امریکا نه غوښتل دغه غونډه وشي. په دې وروستیو کې په کشمیر کې خونړي برید د پاکستان او هند اړیکې ترینګلې کړې دي او هند له امریکا غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي. اوس ښايي امریکا پر پاکستان د فشار لپاره او د هند د خوښۍ لپاره د تور لېست مسئله جدي ګڼلې وي چې په پایله کې یې اسلام اباد ته د طالبانو ورتګ له خنډ سره مخ شوی دی. ځینې نور لاملونه به هم په دې چاره کې دخیل وي چې ملګرو ملتونو ته د حکومت شکایتونه یادولی شو، خو تر ګردو اساسي لامل پکې امریکايي اراده او هدف ښکاري.
که په تور لېست ټینګار کېږي او دا چاره جدي نیول کېږي، نو د طالبانو او امریکا ترمنځ به روانې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شي. ښايي طالبان همدغه کار ته په غبرګون کې په قطر کې هم خبرې بندې کړي. دا هغه څه دي چې امریکا یې نه غواړي، نو ښايي تور لېست د طالبانو په نورو سفرونو کې جدي ونه ګڼل شي او یوازې په دغه سفر او وخت کې دا چاره جدي ګڼل شوې وي. حکومت ښايي هڅه وکړي چې دا چاره جدي وګڼل شي او طالبان سفرونه ونه شي کړلای، خو له طالبانو سره خبرې د امریکا غوښتنه ده، نو له شک پرته چې دا ستونزه به جدي نه وي. تر هغو چې د امریکا اړتیا وي، طالبان به له تور لېست سره سره سفرونه وکړي او آن کې اړتیا یې وي، له تور لېست څخه به و ایستل شي. له همدې امله د اسلام اباد د غونډې ځنډول او د طالبانو په ورتګ کې ستونزه یوازې د امریکا له ارادې، اهدافو او غوښتنو سره تړلې چاره ده.




































