د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې مخکې یې د شمالي کوریا د اټمي وسلو د ژر تر ژره له منځه وړلو غوښتنه کړې وه، پرون یې وویل، ښایي کلونه وخت ونیسي چې په دې اړه خبرې اترې پایله ورکړي. ټرمپ په نیویارک کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې دده په فکر دوی ریښتینې یو څه تر سره کوي چې هغه ډېر مهم دي، خو د وخت تېرولو لوبه نه کوي. ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د جون په ۱۲مه په سینګاپور کې لومړنۍ بې سارې لیدنه وکړه. کیم په دې کتنه کې ژمنه وکړه چې د کوریا ټاپووزمه به له اټمي وسلو څخه پاکه کړي. ټرمپ له دې کتنې وروسته وویل، دی هیله من دی چې د دې کار پایله به څو میاشتې وروسته معلومه شي. د شمالي کوریا په اړه ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو راتلونکې میاشت پیونګ یانګ ته لاړ شي. هغه به په دې سفر کې د ټرمپ او کیم تر منځ د دوهمې غونډې لپاره پر تیاریو خبرې وکړي.