د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې ګوانتانامو زندان ته به ۳۰ زره ناقانونه کډوال ولېږي. د رویټرز د راپور له مخې، ترمپ به د امریکا د دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت به په خلیج کې د غیر قانوني مهاجرینو د نیولو لپاره د یوه مرکز د جوړولو امر وکړي. هغه په سپینه ماڼۍ کې د یو اجرایوي فرمان د لاسلیک پرمهال د دفاع او کورني امنیت ریاستونو ته لارښوونه کړې چې په ګوانتانامو کې د ۳۰ زره کسانو د کډوالۍ ځای لپاره چمتووالی پیل کړي. د سرچینې د مالوماتو له مخې له دغو خبرو وروسته ښاغلي ټرمپ سمدستي یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې په کې د یو شمېر مهاجرو نومونه نه وو راغلي ؛ مګر دې په پراخه شوي تاسیساتو کې د “اضافي توقیف ځای” غوښتنه وکړه. د یادولو وړ ده چې دا مهال په ګوانتانامو کې د امریکا یو امنیتي زندان او د بهرنیو تروریستي شکمنو کسانو لپاره د امریکا د سمندري ځواکونو یوه اډه شتون لري.