د اوکراین ولسمشر، پترو پروشینکو پر نورو هېوادونو غږ کړی چې په اوکراین کې د روسیې د خصمانه فعالیت په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي. پروشینکو ویلي، چې په اوکراین کې د روسیې د توسعه طالبانه هڅو مخنیوی د ملګرو ملتونو د سازمان د ماموریت برخه دی. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په جلسه کې پرون، د پروشینکو خبرې تر ډېره حده پر دې چې روسیې ته سفر وکړي متمرکزې وې. روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپووزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه. له هغه راهیسي، روسیه په اوکراین کې د حکومت ضد بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي. په اوکراین کې په روان کړکېج کې تر ۱۰ زره ډېر وګړي وژل شوي دي.