د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له افغانستان او څو نورو هېوادونو سره د جاپان د نږدې ۱۲ میلیونه ډالره مرستې خبر ورکوي. د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې پرون پر خپله ویبپاڼه ویلي، چې د جاپان د ۱۱،۹ میلیونه ډالرو مرستې یوه برخه به په افغانستان کې د کروندګرو د ملاتړ لپاره ځانګړې شي. د خوړو او کرنې نړیوال سازمان ویلي، دا مرستې به هغو بزګرانو ته ځانګړې شي چې د اقلیمي بدلونونو زیانونو ځپلي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په سر کې دی چې د اقلیمي بدلونونو له کبله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي خو د دې بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.