ولسمشر محمداشرف غني وايي، پر غزني د طالبانو بريد، د سولې په پروسه کې د امتياز غوښتلو هڅه ده.
غني پرون د غزني د وضعيت د ارزونې په موخه دغه ولايت ته سفر کړی او دا خبره يې هم هلته د چارواکو او مشرانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړه.
طالبانو يوه اونۍ وړاندې پر غزني ښار برید وکړ او تر چهارشنبې ورځې يې له حکومتي ځواکونو سره په ښار کې جګړه وکړه.
ويل کېږي چې د غزني په جګړه کې لسګونه پاکستاني اتباع وژل شوي چې جسدونه يې دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
ولسمشر غني، د پاکستان د پوځ پر مشر جنرال قمر جاوید باجوه نيوکه وکړه چې له ژمنې سره سره يې په پاکستان کې د طالبانو د درملنې مخه ن ده نيولې. غني وويل: «جنرال صیب باجوه! موږ سره دې لیک امضا کړ، بیا بیا دې ویل چې ټاکنې خلاصې شي توجو به وکړم. د اسفندیار ولي او د نورو خبریالانو ځواب را کړه. کوم ځای نه راغلل ولې ستاسو روغتونونو کې درملېږي».
د غزني له جګړې وروسته د پاکستان د سنا پخواني غړي او پښتون سیاستول افراسیاب خټک په یوه ټويټ کې ویلي وو چې د غزني د جګړې مړي پاکستان ته وړل شوي دي.
پر غزني د طالبانو په بريد کې پر حکومتي ودانیو سربېره ولسي شتمني هم زیانمنه شوه او همدارنګه د غزني د اوبو سیستم وران او ځینې تاریخي اثار هم زیانمن شول.
افغان ولسمشر پرون د غزني له خلکو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې د غزني بیارغونې ته به شل میلیون ډالره ځانګړي کړي.
ولسمشر غني چې پر غزني ښار یې د طالبانو وروستی برید د امتیاز غوښتلو هڅه بلله، زیاته کړه چې د امتیاز غوښتلو لپاره وینه تویول سم کار نه دی.
غني زياته کړه چې طالبان غواړي څو په ورته بريدونو سره د سولې په خبرو اترو کې خلاص لاس ولري.
د ولسمشر دا څرګندونې په داسې مهال دي چې طالبان عملاً له امريکايانو سره په خبرو بوخت دي.
د دې ډلې ځینو سرچینو رسنيو ته ويلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یوې لوړپوړې ډيپلوماټې سره یې خبرې کړې دي.
له ولسمشر غني سره غزني ته په سفر کې د کورنیو چارو وزیر، لوی درستیز او د کورنیوچارو وزارت امنیتي مرستيال هم ملګري وو.
د ولسمشر غني د خبرو پر مهال یو کس ولاړ شو او ویې ویل چې د غزني د جګړې پر مهال پر ولسي وګړو بمبار شوی دی.
امنيتي سرچينې وايي، د غزني په پنځه ورځنۍ جګړه کې ۶۰ ولسي وګړي او ۱۴۵ سرتېري وژل شوي او تر ۵۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره بيا وايي، نا تایید شوي راپورونه يې ښيي چې له ۱۱۰ تر ۱۵۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.