ولسمشر غني وايي چې غزني کې به د سل ميليونه افغانيو په لګښت د يو تالار د جوړېدو ترڅنګ د دې ولايت د روغتون د جوړېدو او تجهيز چارې هم ژر پيل شي. ولسمشر محمد اشرف غني، لومړۍ مېرمن رولا غني او يو شمېر نور چارواکي د غزني ولايت د بېلابېلو برخو وضعيت د څېړنې په موخه نن سهار غزني ولايت ته رسېدلي دي. ولسمشر محمد اشرف غني د دې سفر په ترڅ کې لومړى د غزني د ولايتي شورا له غړو سره وکتل. د ولايتي شورا غړو د امنيت د ټينګښت، د ځواکونو د ډېرښت، لوړو زده کړو، د لومړي درجه ولايت په توګه د غزني ولايت د تشکيل د ترتيبولو او نورو برخو په اړه ولسمشر ته خپل وړانديزونه وکړل. وروسته ولسمشر وويل چې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې او ټولو وزارتونو ته يې لارښوونه کړې چې د غزني ولايت لپاره د لومړي درجه ولايت ټولې اسانتياوې په پام کې ونيسي. دغه راز هغه وويل چې په غزني ښار کې د ستر تالار ودانولو لپاره سل ميليونه افغانۍ تخصیص کېږي او د دې ولايت د روغتون د ودانولو او تجهيز کار به هم ژر پيل شي. همدارنګه ولسمشر وروسته په يوه بله غونډه کې له امنيتي چارواکو سره هم خبرې اترې وکړې. په دې غونډه کې ولسمشر غني د غزني ولایت د امنیتي وضعیت، د ښاري کمربندونو د تحکیماتو، د بېسونو او د امنیتي پوستو د جوړولو په هکله د لوی درستیز او د ۲۰۳ تندر قول اردو د قوماندان راپور واورېده او اړینې سپارښتنې یې ورته وکړې.