د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ پاکستان ته یوه ستره او شرموونکې ماتې ورکړه. په دې لوبه کې پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۹۲ منډو هدف ټاکلی و. په ځواب کې یې نیوزیلنډۍ لوبډلې ټاکلی هدف یوازې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره په ۱۰.۱ اورونو کې ترلاسه کړ او لوبه یې د ۹ ویکټو په توپیر وګټله.