د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د خپلو ماتو پر دوام له نیوزېلنډ لوبډلې څخه د یو ور ځنیو لوبو په لړۍ کې هم ۳ پر صفر ستره ماتې ومنله. دیادو دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی د ۵ شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره شوه، چې یوازې یوه لوبه یې پاکستان وګټله او ورپسې یې د ۳ یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې پاکستانۍ لوبډلې هیڅ کومه لوبه ونه ګټله او له سیالې نیوزېلنډۍ لوبډلې څخه یې په دواړو لوبلړیو کې سترې او شرموونکې ماتې وخوړې.