د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د امریکا ولسمشر د امنیت شورا په غونډه کې پر چین نیوکه کړې او ویلي یې دي، دغه هېواد غواړي د امریکا راتلونکو منځمهاله ټاکنو کې د لاسوهنې له لارې د جمهوریت غوښتونکي ګوند د بریا مخه ونیسي. له هغه وروسته امنیت شورا ته په وینا کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل، هېواد یې د هېڅ بل هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. نوموړي ویلي، چين تل د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې پر لاس نه وهنې ټينګار کړی چې دا د چين ديپلوماتيکه عنعنه ده او د نړيوالې ټولنې له خوا ستايل شوې ده. وانګ یي ویلي ((موږ هېڅکله د بل هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوو او د چين په اړه بې بنسټه نيوکې هم نه منو.موږ هيله لرو چې ټول هېوادونه د ملګرو ملتونو منشور او موخې مراعات کړي او د بل هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.))