تاسو که هرڅومره پيسې ولری او هرڅومره پېر او پلور وکړی، بيا به هم دا څيزونه د نېکمرغۍ د احساس لپاره بسنه ونه کړي. ماديات هېڅکله د چا د نېکمرغۍ لپاره کافي نه دي.
سمه ده چې پيسې د ژوندانه اړتيا ده او لاس مو پرې سپکېږي، خو واقعيت دا دی چې په ژوند کې ډېرې اغېزمنې چارې شته چې د پيسو په وسيله نه شي ترلاسه کېدای. رښتيني شتمن هغه کسان نه دي چې په خپل بانکي حساب کې ډېرې پيسې لري.
د ژوند رښتينې شتمني له ښو ملګرو او ښې کورنۍ پرته بل څه نه دي. په ژوند کې کوچني څيزونه شته چې موږ خوشالوي او د نېکمرغه اوسېدو احساس را بښي. د دې لپاره چې د هوساينې او سوکالۍ احساس وکړئ، خپل ذهن د مادياتو له هيلې تش کړئ. ډېر څيزونه چې فکر کوی اړتیا ورته لری، اصلاً ستاسو لپاره اړين نه وي، يوازې ستاسو غوښتنې دي او نشتون يې ستاسو لپاره کومه ستونزه نه را ولاړوي. هر څومره چې ستاسو مادي غوښتنې او هيلې را کمې شي، په هماغه اندازه مو خوښي ډېرېږي.