پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

فبروري 24, 2019
in پوهنتون
0 0

په کندهار کې د دولتي پوهنتون ترڅنګ، خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې هم د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، چې ډېر کسان پکې پر زده کړو بوخت دي. له دې ډلې یوه هم (میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسه) ده. د کندهار ځوان نسل او یوه دولتي پوهنتون ته په کتو چې په دغه ولایت کې فعال دي، اړتیا لیدل کېږي چې خصوصي سکټور هم په دې برخه کې پانګونه وکړي او د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې ځینې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې رامنځته شي، څو هغه کسان چې دولتي پوهنتون ته د ورتلو چانس نه لري، وکولی شي خپلې لوړې زده کړې په خوصوصي پوهنتونونو کې هم تر سره کړي.

په کندهار کې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره د ۱۳۹۰ لمریز کال د جدی په  ۲۸مه کېښودل شوه. د دې موسسې استاد او د خصوصي پوهنتونونو په اتحادیه کې د دې موسسې استازی شفیق مشفق وایي، دې موسسې په لومړي سر کې د دوو پوهنځيو (معالجوي طب او حقوق او سیاسي علومو) په درلودو سره پر فعالیت پیل کړی دی.

مشفق وایي، میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال درې پوهنځي (معالجوي طب، اقتصاد او حقوق او سیاسي علوم) لري، چې هر یو یې بیا بېلابېل ډيپارټمنټونه لري. د نوموړي په خبره، معالجوي طب پنځه، اقتصاد پوهنځی یو او حقوق او سیاسي علومو پوهنځی بیا دوه ډیپارټمنټونه لري، چې په هره څانګه کې یې ډېر محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي.

د خصوصي پوهنتونونو په اتحادیه کې میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې استازی وایي، اوسمهال د دې موسسې په دریو واړو پوهنځیو کې لږ تر لږه ۶ زره محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې په دې ډله کې ۳۱۷ یې ښځینه او پاتې یې نارینه دي. ښاغلی مشفق وایي، تر اوسه پورې یې ٤٨٧ کسان د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، چې له دې ډلې ۸۷ تنه له معالجوي طب، سل تنه له اقتصاد پوهنځي او ۳۰۰ تنه له حقوقو او سیاسي علومو څخه په اوو دورو کې فارغ شوي دي.

د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د تدریس چارې د لږ تر لږه ۸۱ ا ستادانو له خوا پر مخ وړل کېږي. د دې موسسې استاد شفیق مشفق وایي، د استادانو په ډله کې تر اوسه پورې دوکتور استاد نه لري، خو ځینو یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې کړې دي. دی وایي، اوس یې هم ځینې استادان په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ په پروګرام کې شامل دي، چې د ماسټرۍ تر اخیستو وروسته به ډېر ژر خپلو دندو ته را وګرځي. نوموړی وایي، په ټوله کې دغه موسسه د استادانو په ګډون ۹۶ تنه کاري پرسونل لري.

د خصوصي پوهنتونونو په اتحادیه کې میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې استازی وایي، دوی په کور دننه او بهر کې له ځینو پوهنتونو او کادري روغتونونو سره علمي اړیکه لري. مشفق وایي، کندهار پوهنتون، هلمند پوهنتون او په دغو ولایتونو کې له خصوصي پوهنتونونو سره علمي اړیکې او د تجربو تبادله لري. دغه راز په هند کې هم د کوېسټ او الجي پوهنتونونو او سروېدا کادري روغتون سره علمي اړیکې لري، چې له مخې یې همدا اوس ځینې استادان په کوېسټ پوهنتون کې پر ماسټرۍ او له طب پوهنځي څخه ۱۶ فارغ شوي محصلین یې په سروېدا روغتون کې د سې تاج پر دوره بوخت دي. دی وایي، له دغو پوهنتونونو سره یې پر یوه پروګرام کار پیل کړی، چې له مخې به یې په کندهار کې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو په موسسه کې د ماسټرۍ پروګرام پیل شي او استادان به یې هم تر ډېره د هند هېواد اوسېدونکي وي. د ښاغلي مشفق په خبره، په دې اړه یې لومړني کارونه پای ته رسېدلي او د لوړو زده کړو وزارت تر منظورۍ وروسته به یې عملاً چارې هم پیل شي.

میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو او استادانو لپاره لوی کتابتون لري، چې کولی شي وخت ناوخته پکې مطالعه او څېړنه وکړي او خپلې ستونزې حل کړي. مشفق وايي، په کتابتون کې یې نږدې ۱۱۰۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه موجود دي، چې د مطالعې لپاره یې لوی او ارام چاپېریال هم برابر کړی دی. د ښاغلي مشفق په خبره، د کتابتون ترڅنګ یې د محصلینو او استادانو لپاره مجهز کمپیوټر لب هم برابر کړی چې پر قوي انټرنېټ سمبال دی. دی وایي، په ټوله کې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې چاپېریال د محصلینو لپاره داسې برابر شوی، چې وکولی شي په یوه ارامه فضا کې زده کړې او مطالعه وکړي. د نوموړي په خبره، موسسې یې د محصلینو لپاره بېلابېل تخفیفونه په پام کې نیولي، چې په دې پرخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست، ښځو چارو ریاست، پوهنې ریاست او ځینو نورو ریاستونو سره هوکړه لیکونه لري، چې د هغوی لخوا ورته په شرایطو برابر کسان معرفي کېږي او ان ۵۰ سلنه تخفیف ورکوي. دغه راز هغه کسان چې بې وزله وي او نه شي کولی په میاشتني ډول د خپلو زده کړو فیس پرې کړي، دوی ورته مناسب تخفیف ورکوي، چې دغه ډول لسګونه کسان همدا اوس د دې موسسې په درې ګونو پوهنځیو کې پر زده کړو بوخت دي.

شفیق مشفق وایي، په ټوله کې هغه خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې چې له لوړو زده کړو وزارت سره ثبت او راجستر دي، اسناد یې د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اسنادونو په څېر د اعتبار وړ دي. دی وایي، کله چې محصل فارغېږي، دوی ورته یوه تصدیق پاڼه او د نومرو ترانسکرپ ورکوي، چې د لوړو زده کړو وزارت تر مهار او لاسلیک وروسته، محصل کولی شي له همدغو اسنادونو څخه د دندې پیدا کولو او نورو برخو کې ګټه واخلي. دی وایي، ډېری فارغ شوي محصلین یې په کندهار او د هېواد په نورو ولایتونو کې په دولتي او خصوصي ادارو کې پر لوړو بستونو کار کوي.

میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې اداره،  د دې موسسې د لا پرمختګ لپاره ډېر پلانونه لري، چې له دې ډلې یو هم په دې موسسه کې د ماسټرۍ پروګرام پیلول دي. د ښاغلي مشفق خبره، پر هند سربېره چې دوی غواړي هلته له یوه پوهنتون سره تر هوکړې وروسته په کندهار کې د هندي استادانو او هندي پوهنتون پر مټ د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي، دغه راز یې اوس تازه په ترکیه کې هم د یوه پوهنتون له ادارې سره خبرې پیل کړې دي، څو وکولی شي د دغه ترکي پوهنتون او استادانو په مرسته په کندهار کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي، په ځانګړي ډول د کندهار او هلمند او په ټوله کې د افغان ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

په کندهار کې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې مسوولین وایي، غواړي په راتلونکي کې خپلې څانګې نورو ولایتونو ته هم وغځوي. دا چې اوس د لوړو زده کړو وزارت په ټوله کې، پوهنتون ته د موسسې د ارتقا، ماسټرۍ پروګرام د پیل او یا د نویو پوهنځیو او موسسو د ایجاد چارې ځنډولې دي، نو د دې موسسې اداره وایي چې دغه کار د دوی د پرمختګ په مخ کې خنډ ګرځېدلی دی. د دې موسسې مسوولین وایي، که دغو چارو ته بېرته د لوړو زده کړو وزارت لخوا اجازه ورکړل شي، لومړی ګام به یې د ښوونې او روزنې پوهنځي ایجادول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقا کول او د ماسټرۍ پروګرام پیلول وي.

د دې موسسې د ادارې په خبره، لومړنۍ ستونزه یې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو فارغ شویو محصلینو ته د ډیپلومونو نه ورکول دي، چې په دې برخه کې وخت ناوخت دوی د محصلینو له شکایت سره مخ کېږي. د خصوصي پوهنتونونو په اتحادیه کې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې استازی وایي، لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې د مور او میرې چلند کوي، په دې مانا چې د ځینو خصوصي پوهنتونونو فارغینو ته ډیپلوم یا تحصیلي اسناد ورکوي او ځینو ته یې نه ورکوي.

د ښاغلي مشفق په خبره، چې په کندهار ولایت کې د ښوونځیو ډېری استادان غیر مسلکي دي، نو که لوړو زده کړو وزارت په دغه ولایت کې په خصوصي پوهنتونونو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي ته د فعالیت اجازه ورکړي، ډېره به ښه وي. څو دوی وکولی شي په کارپوه او مسلکي ښوونکي د کندهار ولایت ښوونځیو او په ټوله کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

 دی وایي، په ځلونو یې لوړو زده کړو وزارت ته د ښوونې او روزنې، کمپیوټر ساینس او انجینري پوهنځي د منظورۍ غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه پورې پرې چا غوږ هم نه دی ګرولی.

Share79Tweet30Share12

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In