سامسونګ شرکت د ځینو ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د ۲۰۱۹ ز کال نوی تولید، چې ځیرک ګلکسي اکټیو ساعتونه او د روغتیا معلومولو لاس بندونه دي، معرفي کړل. دغه مراسم په اصل کې د ګلکسي لس موبایلونو د معرفي لپاره ځانګړي شوي وو، چې ترڅنګ یې خپل دغه نوي تولیدات، چې کېدای شي سږ کال ډېر زیات پېرودونکي ولري، هم خپلو مینوالو ته وړاندې کړل. ګلکسي اکټیو ځیرک ساعتونه چې ډېر چټک او په لوړه ټکنالوژۍ سمبال دي، تر ډېره به د ورزشي فعالیتونو لپاره ترې کار واخیستل شي. د دغو ځیرکو ساعتونو یوه ځانګړنه دا هم ده، چې په خورا دقت د انسان د وینې فشار او د زړه ضربان معلومولی او حسابولی شي. دغه ځیرک ساعتونه لږ تر لږه څلور ګېګا بایټه داخلي حافظه او د دې تر څنګ پر بلوتوت، وای فای او جي پي اېس هم سمبال دي. له دې ټولو سره سره، دغه ځیرک ساعتونه ۱.۱ اېنچه مخ پاڼه، ۳۶۰ په ۳۶۰ پیکسله کې رزولوشن او ۲۳۰ میلي امپيره بېټرۍ لري. سامسونګ شرکت د خپل دغه تولید لپاره ۲۰۰ امریکایي ډالره بیه ټاکلې ده، چې د لومړي ځل لپاره به یې پلور د مارچ په میاشت کې د امریکا په متحده ایالتونو کې پیل شي.