ډاکټر عبدالله عبدالله وايي تر اوسه يې په راتلونکو ټاکنو کې د نوماند کېدو په اړه پرېکړه نه ده کړې. نوموړي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي، چې د ملي یووالي د حکومت تر پایه به له ولسمشر غني سره همکار وي او په راتلونکو ټاکنو کې یې د نوماند کېدو په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده کړې. دده په وینا شفافې ټاکنې به د ملي یووالي د حکومت تر ټولو ستر میراث وي. عبدالله عبدالله ویلي، د رایې ورکوونکو بایومتیرک کول د سیاسي احزابو غوښتنه وه او په دې سره به د ټاکنو شفافیت تضمین شي. هغه ټینګار کړی چې د ملي یووالي حکومت شفافو ټاکنو ته ژمن دی او په دې برخه کې ټولې هڅې ترسره کوي. عبدالله عبدالله همدا راز سولې ته هیله مندي ښودلې او وايي، چې د امریکا نوې تګلاره او همدا راز د امریکا له لوري د سولې لپاره د زلمي خلیلزاد ګومارل کېدل به افغانان سولې ته نږدې کړي.