له څو ورځو راهیسې ویل کېدل چې هند د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمه کې پر ځینو هدفونو د برید نیت لري. هند بالاخره د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد تر ټولو ستر مرکز په نښه کړ. هندي چارواکو ادعا کړې ده، چې په دغه برید کې د جیش محمد ډېر وسله وال، روزونکي او مهم قومندانان وژل شوي دي. د پاکستان د ملي امنیت شورا له برید وروسته بېړنۍ غونډه کړې ده او عمران خان ویلي چې د هند هوايي برید ته به په مناسب وخت ځواب ورکړي.
که څه هم له دې برید وروسته د نورو نښتو شونتیا شته، خو داسې نه ښکاري چې هند او پاکستان به کومې لویې جګړې ته ولاړ شي. هند نه غواړي تر دې وړاندې ولاړ شي او دا برید یې هم په هند کې دننه عامه ذهنیت ته د ځواب ویلو لپاره کړی دی. د پاکستان غبرګون هم توند او تېز نه و او د نظامي ځواب بحث جدي نه دی.
د هند او پاکستان ترمنځ په دې ترینګلي حالت کې د افغانستان د سولې خبرې روانې دي، چې ویل کېږي دا کړکېچ به پرې اغېز کوي. څو ورځې وړاندې په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي وو چې پر پاکستان د هند برید به د افغان سولې خبرې زیانمنې کړي، خو داسې ښکاري چې روانه لانجه د افغان سولې په خبرو کې د خنډ پر ځای د سولې له چارې سره مرسته کوي. پاکستان کلونه کلونه حاضر نه و چې د سولې په پروسه کې مرسته وکړي. ان تر څو ورځو وړاندې پورې حاضر نه و چې ملا برادر او نورو طالب مشرانو ته اجازه ورکړي چې قطر ته ورشي، خو کله چې په هندي کشمیر او ایران کې له چاودنو وروسته پاکستان له سیمه ییز او نړیوال فشار سره مخ شو، نو د افغان سولې په برخه کې د هغو ګامونو اخیستلو ته تیار شو چې پخوا یې نه وو اخیستي. د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې له برید وروسته امریکا د هند په څنګ کې ودرېدله او پر پاکستان یې فشار زیات کړ. پاکستان هم د دې لپاره چې د امریکا ملاتړ ورسره وي، نو مجبور شو چې امریکا ته ځینې داسې امتیازات ورکړي چې پخوا یې نه وو ورکړي. د پاکستان له خوا امریکا ته ستر امتیاز همدا و چې طالبان یې قطر ته پرېښودل او هلته یې له امریکا سره په خبرو کې برخه واخسیته. اوس هم پاکستان غواړي له امریکا سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي، څو پر پاکستان د هند د ممکنه برید مخه ونیسي او یا له دې اړخه پر پاکستان د هند او نړۍ د فشارونو په کمولو کې مرسته وکړي.
تر هغو چې د هند او پاکستان ترمنځ همدا ترینګلی حالت وي او پاکستان د وېرې احساس وکړي، نو دوی به اړ وي چې له امریکا سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي. پاکستان به هغه وخت د افغان سولې په پروسه کې خنډ پیدا کړي، چې هند پر پاکستان لوی برید وکړي او دواړه هېوادونه جګړې ته ولاړ شي. دا هغه څه دي چې نه یې هند غواړي او نه هم امریکا هند ته د داسې کوم ګام د پورته کولو اجازه ورکوي، خو اوس چې څه روان دي او هند چې کوم ګامونه اخلي، دا له امریکا سره د افغان سولې په پروسه کې مرسته کوي.




































