د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د سوېلي او منځنۍ اسیا مرستیاله اېلس وېلز وايي، د پاکستان نوی حکومت باید امریکا باوري کړي چې کومې ترهګرې ډلې افغانستان کې امریکايي ځواکونه په نښه کوي، نور به هغو ته په خپله خاوره کې پنا نه ور کوي. اېلس وېلز له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د عمران خان د دې خبرې هر کلی کوي، چې ویلي یې وو له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او پاکستان ته په کار ده، په سیمه کې د یوه ګاونډي په توګه مهم رول ولوبوي. د نوموړې په وینا پاکستان باید، د افغانستان له اقتصادي پرمختګ او ټیکاو ملاتړ وکړي او دغه هېواد ته اجازه ورکړي چې د پاکستان له خاورې هند ته خپل سوداګریز توکي ولېږدوي. نوموړې په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې واشنګټن د سوېلي اسیا په هکله خپلې تګلارې ته پوره ژمن دی. ویلز وايي، پخوا یې هم پاکستان ته ویلي چې دغه هېواد کې د ترهګرو خوندي پټنځي شته او ختمول یې ضروري دي. نوموړې یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان حکومت د سولې په هڅو کې برخه واخلي او طالبان تیار کړي چې د سولې خبرې پيل کړي.