د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په چوکاټ کې پر ايران د فشارونو د ډېرولو کارډلې کار پيل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو يوې خبري غونډې ته وويل چې پر ايران د فشارونو لپاره د امريکا کارډله به د نوموړي تر مستقيم څار لاندې کار کوي.
د دې کارډلې مشر برايان هوک ټاکل شوی دی. هوک، د پامپيو تر خبري غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې د ده او کارډلې ماموریت د ایران اړوند دولتي سیاست تعقیبول دي او هڅه به کوي چې د ایران د «ورانوونکي رژیم» له چلن؛ لکه اټومي پروګرام، له ترهګرۍ ملاتړ او د سیمې بې ثباتۍ سره مقابله وکړي.
هوک ټينګار وکړ: «ایران باید خپل چلن بدل کړي، که خبرې غواړي، ولسمشر په ښکاره ورته تیاری ښودلی او موږ چمتو یو».
برایان هوک زیاته کړه چې څو ورځې مخکې یې په اروپا کې له خپلو سیالانو سره د ایران په اړه خبرې وکړې او د دې کارډلې یو هدف هم پر ایران د لګېدلو بندیزونو پلي کېدل او په دې هکله د واشنګټن له ملګرو سره همغږي ده.
نوموړي چین ته د ایران د تېلي صادراتو په هکله د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زموږ موخه دا ده چې د راتلونکي نومبر تر څلورمې د ایران تېلی صادرات صفر ته ټیټ کړو».
د نومبر پر څلورمه پر ایران د امریکا د بندیزونو دویم پړاو پیلېږي چې پکې د دغه هېواد د مالیې وزارت د تهران تېلي صادرات هم شامل کړي دي.
نوموړي د دې کارډلې اصلي موخه د ایران د چلن بدلولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره همکاري وبلله.
برایان هوک د امریکا د بهرنيو چارو د پخواني وزیر رېکس ټېلرسن د ماموريت پر مهال د دغه وزارت د سیاست جوړولو پروګرام مشر و.
هغه له دې دندې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د پخواني سفیر جان بولټن سلاکار و.
هوک د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کې د جمهوریپال نوماند مېټ رامني سلاکار هم پاتې شوی دی.