د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې د درېيو ښوونځيو مخې ته چاودنې شوې چې يو ملازم په کې برسېرن ټپي شوی دی. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چې دوه چاودنې د سره رود ولسوالۍ اړوند د چهار باغ صفا لېسې او پير ګيلاني ښوونځي مخې ته شوې دي. دی زياتوي، دغه چاودنې يوه نږدې اووه بجې او بله اووه بجې او شل دقيقې رامنځته شوې چې يو ملازم يې سطحي ټپي کړی. نوموړی دغه راز وايي، بله چاودنه نږدې اته بجې د جلال اباد ښار اړوند عربانو لېسې ته څېرمه شوې خو کوم تلفات نه لري. د نوموړي د معلوماتو له مخې، ياد ماين په يوه کثافت دانۍ کې ځای پر ځای شوی و. بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواری هم مني چې نن سهار د درېيو ښوونځيو مخې ته چاودنې شوې دي. دی وايي، په چاودنو کې يوازې يو سپين ږيری ملازم سطحي ټپي دی. د چاودنو غږونه ډېر لوړ وو او تر لرو ځایونو اورېدل شوي. د چاودنو مسووليت چا نه دی منلی خو څو میاشتې وړاندې داعش ډلې دلته ښوونځيو باندې د بريدونو ګواښ کړی و. تر دې مخکې هم په ننګرهار ولايت کې د يو شمېر ښوونځيو مخې ته چاودنې شوې چې مرګ ژوبله يې هم لرله.