امریکا وایي د عراق په بصره کې خپله کونسلګري تړي. متحده ایالات دا ګام د بصرې وروستیو نارامیو کې د کونسلګرۍ پر ودانۍ تر برید وروسته اخیستی او د دې بریدونو تر شا د ایران لاس بولي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعې په ورځ د دې پرېکړې د تاییدولو سربېره وویل، بصره کې د امریکا ټولو هغو مامورینو ته چې هلته یې حضور اړین نه وو، له ښاره د وتلو امر شوی او له بصرې یې بغداد ته کونسلي چارې لېږدولې دي. پومپیو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې په څنډه کې وویل، په لومړیتوبونو کې یې لومړۍ هڅه په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ مخنیوی دی، چې په وینا یې بصره کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید د هغو وسله والو له خوا شوی، چې د ایران قدس ځواکونو له ملاتړه برخمن دي. نوموړي زیاته کړه، ایران ته مو په ډاګه کړې ده چې امریکا به دا ډول بریدونو ته سم لاسي او په مناسب ډول ځواب ووايي. بصره کې د امریکا پر کونسلګرۍ دوه راکټه لګېدلي چې ودانۍ یې زیانمنه کړې، خو ځاني تلفات یې نه لري. ایران تر اوسه د امریکا دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.