د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي چې د سولې په تړاو د روانو خبرو اترو له امله، تېره مياشت د ملکي وګړو مرګ ژوبله ټيټه شوې ده. د ياد ګروپ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځل يواځې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې ملکي مرګ ژوبله اوښتې ده او ۱۷ نور ولایتونه له ملکي مرګ ژوبلې خوندي بلل شوي دي. د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ معلومات ښيي چې تېره میاشت ۱۰۶ ملکي کسان وژل شوي او ۵۹ نور ټپيان دي. په خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سړې هوا او پراخو ورښتونو جګړه ييز ماموريتونه ورو کړي او يا یې هم په ټپه درولي، خو د سولې خبرو پر ملکي مرګ ژوبلې د پام وړ سيوری غوړولی دی. همدارنګه د ګروپ د موندنو له مخې، په دې مرګ ژوبله کې لویه برخه د افغان او نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې اوښتې ده.



































