د سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس ویلز وايي د افغان حکومت له مشرۍ پرته له طالبانو سره خبرې کول مثبته پایله نه ورکوي. ویلز ویلي له طالبانو سره هر ډول خبرې د افغان حکومت په مشرۍ تر سره کېږي. د ویلز په وینا په د افغان حکومت له مشرۍ څخه به بل هېڅ ډول خبري اغيزمنې نه وي. نوموړې دا هم ويلي چې واشنکټن له اسلام اباد سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی. ويلز ويلي پاکستان کولای شي چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې اغيزمن رول ولوبوي او امريکا تمه لري چې پاکستان د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي. الیس ویلز تر اوسه څو ځلې په قطر کې له طالب چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي