د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د کتنو د راپورونو تر خپرېدو وروسته د سولې شورا رییس کریم خلیلي وایي، چې تر اوسه نه د سولې شورا او طالبانو او نه هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ رسمي خبرې شوې دي. خلیلي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د سولې خبرو ته د رسېدو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي او هیله مندي یې وښوده چې بالاخره به دغې موخې ته ورسېږي. خلیلي یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د رویټرز خبري اژانس په حواله په سعودي عربستان کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه راپورونه خپاره شول. په راپورونو کې د دریو طالب چارواکو له قوله لیکل شوي چې په دغه ناسته کې د ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت او د بندیانو پر تبادلې خبرې شوې دي. د ولسي جرګې ټاکنې د روانې تلې میاشتې په ۲۸ نیټه تر سره کېږي چې د امنیت او روڼوالي په اړه یې ډېرې اندېښنې موجودي دي.