د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د غزنی ولایت له یو شمېر ځوانانو او د مدني ټولنو فعالانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او په غزني ولایت کې یې د پېښ شوي ناورین او روانو حالاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ویناوالو د غزني ولایت غمیزه چې په ترڅ کې یې د ښځو، ماشومانو او ملي امنیتي ځواکونو په ګډون یو زیات شمېر هېوادوال د پردو په جګړه کې قرباني شول او ګڼ مالی زیانونه ور واوښتل، په افغانستان کې د پردیو د دسیسو او د دوی بشري ضد جنایتونو د لړۍ یوه ژوندۍ او واضحه بېلګه وبلله او د دغه راز خونړیو پېښو له تکرار څخه یې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه. سرچینه کاږي، چې پخواني ولسمشر وویل، غزني کې د شوې جګړې په ترڅ کې چې له امله یې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ګڼو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته خواشینی دی. هغه د غزني د خلکو په غم او درد کې ځان شریک وباله او له دوی سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه کړې ده