د اسراییل پوځیانو پرون په غزه تراړه کې د تازه شخرو پر مهال شپږ فلسطینیان په ډزو وژلي دي. په غزه کې فلسطینیان له تېرې مارچ میاشتې راهیسي د اسراییل پولې ته څېرمه هره جمعه اعتراضونه کوي. د غزې روغتیایي چارواکو ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې یو ۱۴ کلن هلک هم شامل دی. د اسراییل پوځ وایي، شاوخوا شل زره فلسطینیانو پرون په لاریون کې پر سرتېرو د ډبرو او پترولي بمونو ګزارونه وکړل. له تېرې مارچ میاشتې تر اوسه په غزه کې د جمعې ورځې اعتراضونو کې ۱۹۱ فلسطینیان وژل شوي دي.