د المان د کورنیو چارو فدرالي وزیر الیکزاندر دوبریند د افغان کډوالو د منلو بهیر کې د ځنډ تورونه رد کړي دي. نوموړي ټینګار کړی، چې دی نه غواړي افغان کډوال پرته له جدي څېړنو ومني او امنیتي اندېښنې له پامه وغورځوي. د الماني رسنیو د راپورونو له مخې، دوبریند د کورنیو چارو اړوند مامورینو ته ویلي، چې خپلې دندې ته دوام ورکړي او د کډوالو د منلو پر مهال ټول امنیتي موضوعات په پام کې ونیسي. د هغه په خبره، د امنیتي تفتیش بهیر به څو میاشتې وخت نیسي. دوبریند دا هم څرګنده کړې، چې د افغان کډوالو اوسنی وضعیت د تېرو اېتلافي حکومتونو له وخت څخه ورپاتې ستونزه ده.



































