چین تر اوسه پورې په ۱۴۹ هېوادونو او سيمو کې د کانفوسيوس انسټېټيوټونه جوړ کړي چې د پرمخته بېلو چارې او مالي لګښت یې هم د چین حکومت پر غاړه لري. پرون په بېجينګ کې د کانفوسيوس انسټيټيوټ په مقر کې په همدې اړه یوه غونډه هم جوړه شوې وه. په غونډه کې وویل شول، چې چین اوس په ۱۴۹ هېوادونو او سيمو کې ۵۳۰ کانفوسيوس انسټيټيوټونه او ۱۱۱۳ ابتدايي او منځني کورسونه جوړ کړي چې تر اوسه څه باندې نهه مليونه زده کوونکو پکې زده کړې دي. د یادولو وړ ده چې چین په کابل پوهنتون کې هم د کانفوسیوس انسټېټویوټ جوړ کړی دی.