د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه د پاکستان له لوبډلې سره ترسره کوي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې نن د خپلې درېیمې لوبې په موخه د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالۍ د افغانستان په وخت ماښام ۷:۳۰ بجې د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د یادونې ده، چې په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې تېره شپه افغان ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه خو پاکستان ته یې خپله لومړنۍ لوبه بایللې ده.




































