د چين د بهرنيو چارو وزير د سوريې د بهرنيو چارو له وزير وليد معلم سره په ليدنه کې ژمنه کړې چې هېواد به يې د سوريې په بيارغونه کې ونډه واخلي.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي دغه راز ژمنه کړې چې هېواد يې د سوريې خپلواکۍ او حاکميت ته په درناوي د دغه هېواد په بيارغونه کې فعاله ونډه اخلي.
يي، د سوريې د وضعيت او د دغه هېواد د اوسېدونکو په نسبي ارامۍ خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې هېواد به يې د سوريې له خلکو څخه خپلې هېڅ راز مرستې ونه سپموي.
د چين د بهرنيو چارو وزير ويلي: « د بيجېنګ په نظر، د سوريې لانجه نظامي حل نه لري بلکې اړيتا ده چې د سياسي او ډيپلوماټيکو وسايلو په کارولو سره د دغه هېواد لانجو ته د پای ټکی کېښودل شي.
د چين د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې د سوريې ملي حاکميت ته دې درناوی وشي او دغه راز دې د سوريې خلکو ته اجازه ورکړل شي چې د خپل برخليک په تړاو پخپله پرېکړه وکړي.
نوموړي د چين او سوريې اړيکې مهمې بللې او ويلي يې دي چې دواړه هېوادونه په ګډه د بيارغونې او اقتصادي ودې په برخه کې د پام وړ کار کولی شي.
د سوريې د بهرنيو چارو وزير هم د چين مرستې او همکارۍ مهمې ګڼلې او ويلي يې دي چې هېواد يې له چين سره د اړيکو لا ډېرې پراختيا ته ژمن دی.
د يادونې ده چې دواړو لورو په دې کتنه کې د ورېښمو د نوې لارې له طرحې ملاتړ کړی او دا طرحه يې د ټولو لپاره ګټوره بللې ده.