په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي دي. د قربانیانو د ژغورنې او د ټپيانو د درملنې هڅې ترسره شوې، او د زرګونو کورنیو ژوند ته لومړنی ثبات بېرته ورګرځېدلی دی. خو د دې مرحلې تر ختمېدو وروسته، اوس د مرستو د عادلانه، شفاف او اغېزمن لګښت وخت دی. ځکه چې زلزله ځپلي خلک یوازې د لنډمهاله ډوډۍ او جامو اړتیا نه لري، بلکې هغوی د اوږدمهاله بیا رغونې، استوګنځایونو جوړېدو، روغتیايي خدمتونو، ښوونیزو اسانتیاوو او د ژوند د عادي بڼې بیرته ترلاسه کولو لپاره دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.
په دې لاره کې د افغانانو ملي یووالی او ګډ عمل لومړنۍ اړتیا ده. د مرستو سم مدیریت باید د هر ډول فساد او ضایع کېدو څخه لرې وي، څو د نړیوالې ټولنې باور له منځه لاړ نه شي او د خلکو رښتینې اړتیاوې په خپله سمه کچه پوره شي. دا مرستې د هغو کورنیو د ژوند د بیا رغولو لپاره دي چې د زلزلې له امله یې خپل عزیزان، کورونه او مالونه له لاسه ورکړي دي، او باید دقیقاً په همدې لاره ولګول شي.
د نړیوالو د مرستو ارزښت د ستاینې وړ دی. په داسې یوه سخت وخت کې چې د کونړ خلک له ناورین سره مخامخ وو، ګڼ شمېر هیوادونو او بشري بنسټونو له افغانانو سره د مرستې لاس وغځاوه. دا د افغان ملت د نه یوازیتوب څرګندونه کوي. د نړۍ هغه ټول هیوادونه او ادارې چې د افغانانو د غم شریکان شول او د مرستو کاروانونه یې راولېږل، د مننې او درناوي مستحق دي. افغان ملت هېڅکله دا ډول نېکمرغه اقدامونه نه هېروي، ځکه چې دا مرستې یوازې د مادي ارزښت له مخې نه، بلکې د بشري همدردۍ او انساني خواخوږۍ ښکاره نښه هم ده.
په همدې حال کې، د افغانانو خپله برخه هم مهمه ده. ملي سوداګر، د مدني ټولنې بنسټونه او د افغانستان دننه شتمن وګړي باید په دې برخه کې خپل مسوولیت نور هعم ادا کړي او یوازې پر نړیوالو مرستو بسنه ونه شي. د کورنیو مرستو له زیاتېدو سره نه یوازې د خلکو دردونه لږېږي، بلکې د افغان ملت د یووالي او متقابل باور فضا هم لا پیاوړې کېږي.
په پای کې باید وویل شي چې د کونړ د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو خلکو ته مرستې د یو انساني مسؤلیت تر څنګ د اوږدمهاله ثبات او د خلکو د باور د بیا راژوندي کولو وسیله هم ده. د دغو مرستو شفاف، عادلانه او اغېزمن لګښت کولای شي د زرګونو افغانانو ژوند بېرته د عادي حالت پر لور حرکت کړي. اوس د وخت غوښتنه دا ده چې د ټولو هڅې په همغږۍ سره پر مخ لاړې شي، او افغانان د نړۍ د مرستو د قدر او مننې ترڅنګ د خپل برخلیک د جوړولو لپاره هم یوځای کار وکړي.



































