فېسبوک وايي هکرانو د غواروي د یوې تڼۍ (View AS) په ښودلو سره د شاوخوا پنځوس میلیونه کسانو معلوماتو ته لاسرسی موندلی دی.
فېسبوک زیاتوي، د دغه سایبري برید د نورو جزئیاتو لپاره پلټنې کوي او لا هم نه پوهېږي چې د برید تر شا د چا لاس دی.
فېسبوک دغه راز ویلي، له دغو بریدونو د تېرې سې شنبې په ورځ خبر شول او پولیس یې هم پرې خبر کړي دي.
دوی هغو کسانو ته چې د دغو بریدونو قرباني شوي، پیغامونه استولي چې یو ځل له خپلو فېسبوکونو ووځي او بیا له سره ور ننوځي (log in) شي.
دې سترې نړیوالې ټولنیزې شبکې دا هم ویلي لا هم ډاډه نه دي چې بریدګرو یوازې د امریکايي وګړو فېسبوک ته لاسرسی موندلی که نړیوال کاروونکي هم تر برید لاندې راغلي دي؛ خو فېسبوک د جمعې په ورځ وویل، هغه زیانونه چې بریدګرو د فېسبوک کارنو ته اړولي دي، بېرته یې سمبال کړي دي.
د دغه خبر په خپرېدو سره د ونډو په بازارونو کې د فیسبوک ونډې درې سلنه راولوېدې.
فېسبوک ټولنیزه شبکه په ټوله نړۍ کې شاوخوا دوه میلیارده کاروونکي لري، خو په وروستیو دوو کلونو کې امنیتي نیمګړتیاوو د دې شبکې ګڼ شمېر کاروونکي اندېښمن کړي دي. دې چارې حکومتونه هم مجبور کړي چې پر فېسبوک محدوديتونه ولګوي.