د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر سردار احمد شکیب سره کتلي دي. په دې کتنه کې علي امین ګنډاپور په ختیځو ولایتونو کې له زلزله ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښودلې. د سفارت په وینا، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ولسونو ترمنځ د تګ راتګ پر اسانتیاوو، د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د ستنېدونکو افغانانو د ستونزو پر حل خبرې کړي. ورته مهال سردار احمد شکیب د متقابل درناوي، صادقانه تفاهم او عملي همکاریو په ټينګار افغان کډوالو، زده کړیالانو، ناروغانو او په بندرونو کې افغان مسافرینو لپاره د نورو اسانتیاوو غوښتنه کړې.



































