د ۲۰۲۵ لپاره د ملګرو ملتونو د یونیسکو سازمان د نجونو او ښځو د ښوونې جایزه ورکولو او د دې جایزې د ټاکل کېدو د لسمې کلیزې د یادونې فعالیت د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شو.
د چین دولت رئیس شي جين پينګ مېرمن او د یونیسکو سازمان لپاره د نجونو او ښځو د تعلیم هڅونې ځانګړې استازې پنګ لي یوان او د دې سازمان له عمومي مدیرې اودرې ازولي سره په دغه فعالیت کې ګډون او وینا وکړه.
مېرمن پنګ لي یوان وویل، سږ کال د یونیسکو سازمان د نجونو او ښځو د ښوونې جایزې د ټاکل کېدو ۱۰مه کلیزه ده. د مختلفو هېوادونو جایزه ګټونکو او د بېلابېلو ټولنو شخصیتونو له تېرو لسو کلونو راهیسې د ښوونې او تعلیم له لارې له نجونو او ښځو سره ډېرې مرستې کړې دي.
مېرمن ازولي په خپلو خبرو کې له یونسکو سازمان سره د چین حکومت له دایمي مرستې څخه مننه وکړه.




































