د چین دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۹مې په شپه له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې.
دواړو مشرانو د چین او امریکا د اړیکو او د ګډې علاقې وړ نورو موضوعاتو په اړه د نظریو ژورې تبادلې وکړې او د دواړو هېوادونو اړیکو د ټینګښت راتلونکي پړاو لپاره یې ستراتيژيکې لارښوونې وکړې.
رئیس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د چین او امریکا اړیکې ډېرې مهمې دي. په دې وروستیو کې د دواړو خواوو پلاویو په مشورو کې مساوات، درناوی او د ګډو ګټو اصول څرګندېږي. د ټیک ټاک په اړه د چین ادعا تل روښانه ده چې د چین حکومت د شراکت پالیسي درناوی کوي. هیله ده چې امریکا د چیني تصدیو لپاره د پانګونې پرانیستې، عادلانه او له سپکاوي پرته چاپېریال برابر کړي.
ټرمپ وویل، د جاپان تیري ضد د چینایانو د جګړې د بریا د ۸۰ مې کلیزې د یادونې مراسم ډېر په زړه پورې و. امریکا غواړي له چین سره دایمي او اغېزناکې اړیکې وساتي او د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ وهڅوي. امریکا به د دواړو لوریو پلاویو له مشورو ملاتړ وکړي، څو د ټیک ټاک مسئله په ښه توګه حل شي.




































