په اندونیزیا کې د زلزلې او سونامي څپو له امله د مړو شمېر نږدې څلور سوو ته لوړ شوی دی.
د اندونیزیا په سولاویسي ټاپو کې وړمه ورځ ناوخته د ۷.۵ درجې یوې زلزلې د سونامي څپې پورته کړې چې له امله يې سلګونه کسان مړه شوي او زیات کورونه له منځه تللي دي.
د اندونیزیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، تر اوسه پورې د زلزلې او سونامي له امله، د سولاویسي ټاپو په پولو ښار کې د ۳۸۰ کسانو مړینه تايید شوې ده.
د زلزلې ټکان له دریو نیولې، تر لسو مترو پورې لوړې څپې پورته کړې چې پر مرګ ژوبلې سربېره يې، سړکونه وېجاړ کړي او مخابراتي شبکې يې تخریب کړې دي.
د اندونیزیا چارواکو ویلي چې په پولو ښار هغه مهال د سونامې څپې واوښتې، کله چې دغلته زرګونه کسان په یوه ساحلي فسټيوال کې راغونډ شوي وو.
د اندونیزیا دولتي ټلوېزیون په پولا ښار کې د سونامي څپو ويډیوګانې خپرې کړې دي چې خلک پکې د چيغو او تېښتې په حال کې ښکاره کېږي.
د اندونیزیا د بېړنیو حالاتو کمېټې ویلي، د عاجلو مرستو د رسولو لپاره د پولا هوايي ډګر فعال دی، خو د هوايي کرښو شرکتونو ویلي دي چې د دې ښار د هوايي ډګر د الوتکو د ځغاستې کرښه یا (رن وې) او د ډګر د څار څلی زیانمن شوي دي.
د پولا ښار د زندان دېوالونه هم د سونامې څپو نړولي دي چې له امله يې ۵۶۰ زندانیان تښتېدلي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د اندونیزیا له حکومت سره په تماس کې دي او د اړتیا په صورت کې دوی له سونامې ځپلو سره مرستې ته چمتو دي.
د اندونیزا جغرافیايي موقعیت ته په پام، دا څو ځله سختو طبیعي پېښو ځپلی دی.
د ۲۰۰۴ مېلادي کال په ډسمبر میاشت کې د ۹.۱ درجې یوې سختې زلزلې د سونامې څپې پورته کړې چې په اندونیزیا او شاوخوا هېوادونو کې يې ۲۳۰ زره کسان مړه کړل.
د روان کال په اګست میاشت کې د زلزلې یوه ټکان د اندونیزیا لومبوک ټاپو ولړزاوه چې په پايله کې یې ۵۰۵ کسان مړه شول.