د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د مرکزي ډيسپلين کمېسيون منشي لي شي د سپتمبر له ۱۷مې نه تر ۲۰مې نېټې پورې د يوناني لوري په بلنه د چين کمونېست ګوند د يوه پلاوي په مشرۍ له دغه هېواد څخه رسمي او دوستانه ليدنه کړې ده.
لي شي د يونان په اتن کې په جلا جلا توګه د دغه هېواد له ولسمشر، پارلماني مشر، مرستيال صدراعظم او د نوي ډيموکراتيک ګوند له عمومي منشي سره وکتل.
برسېره پردې، هغه هم د چين او يونان د تمدني تبادلې او متقابلې زده کړې ډيالوګ په مراسمو کې ګډون وکړ او د پيرايوس بندر له پروژې څخه يې ليدنه کړې ده.




































