د چين او اسيان ۲۲م نندارتون او د چين او اسيان د سوداګرۍ او پانګونې د سرمشريزې د پای په مطبوعاتي غونډه کې د سپتمبر په ۲۱مه نېټه راغلي، د سپتمبر تر ۲۰مې نېټې پورې د لومړنې شميرنې له مخې، په دغه نندارتون کې څه د پاسه ۷۰۰ پایلې تر لاسه شوې، چې د اقتصاد او تجارت په هکله د لاسليک شويو تړونونو شمېر له ۵۰۰ څخه زيات شوی دی.
د چين او اسيان د نندارتون د دارلانشأ عمومي منشي وې جاو هوې وويل، چې د ۶۰هېوادونو ۳۲۶۰ تصديو په دغه نندارتون کې ګډون درلود. په دغه نندارتون کې د لوړو او نويو تېکنالوژيو محصولاتو انډول ډېر زيات شوی دی.



































