د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کې ادعا وکړه، چې امریکا غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته تر لاسه کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د ستمپر په ۱۹مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې چين د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنې بشپړتيا ته درناوی کوي او پر دې نظر ټينګار کوي، چې د افغانستان خلک د دغه هېواد د برخليک ټاکلو واک لري. نوموړي زياته کړه، چې په سيمه کې د ترينګلي وضعيت او تقابل د پارولو کړنې د خلکو د ارادې په خلاف دي. ده هيله څرګنده کړه، چې بېلا بېلې خواوې دې په سيمه کې د سولې او ثبات په راوستلو کې رغنده رول ولوبوي.



































