د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر د ۲۱مې نېټې په مازديګر په بېجينګ کې د امريکا د عوامو مجلس د غړو له پلاوي سره وکتل.
لي چيانګ په دې کتنه کې وويل، چې چين او امريکا پر نړۍ مهمه اغېزه لرونکي او لوی هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ثابت، سالم او دوامداره پرمختګ له ګډو ګټو او د نړيوالې ټولنې له هيلو سره سمون لري. د چين دولت رئيس شي جين پينګ په روان کال کې څو څو ځله د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټيلېفوني خبرې کړې دي. ده ویلي چې دواړه مشران په دې اړه ګډ توافق لري، چې دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي خبرې اترې او همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اړيکو د راتلونکې مرحلې د پياوړتيا ستراتيژيک لوری روښانه کړی دی. نوموړی وايي چې چين هيله لري، امريکا له چين سره په ګډه د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ د مدیریت کولو لپاره هڅې وکړي او دواړو هېواونو او نړۍ ته ګټې ورسوي.
لي چيانګ وويل، چين غواړي، چې له امريکا سره د مساواتو، درناوي او متقابلو ګټو پر اساس د خبرو اترو له لارې خپلې اندېښنې لرې کړي. ده په دې اړه هيله څرګنده کړه، چې د امريکا پارلمان چين او له چين سره اړيکو ته په سمه ترګه وګوري، د دواړو خواوو راکړې ورکړې او همکارۍ وهڅوي او د دواړو خواوو د دوستۍ او ګډ پرمختګ په پياوړتيا کې رغنده رول ولوبوي.



































