د ((مدني چارو په اړه د شي جين پينګ بیانونه)) په نوم کتاب، چې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تاريخ او ارشیف څېړنيز انسټيټيوټ له خوا تنظيم شوی، په دې وروستيو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ارشيف مطبعې له خوا نشر شوی او په دغه هېواد کې خپور شوی دی.
په نوموړي کتاب کې له ارشیف څخه د ۲۰۱۲م کال له نومبر څخه د ۲۰۲۵م کال تر جولای پورې د مدني چارو په برخه کې د حکومتوالۍ په اړه د شي جين پينګ د راپورونو، ويناوو، حکمونو او فرمانونو په شمول څه باندې ۱۶۰ مهم بیانونه انتخاب شوي او ورڅخه ځينې ارشيف په لومړي ځل په علني توګه خپاره شوي.



































