د چین کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د چيني بزګرانو د حاصلاتو اتم جشن په درشل کې د یادې مرکزي کمېټې په استازیتوب د هېواد ټولو بزګرانو او په اړوندو چارو بوختو کارګرو ته د مبارکۍ پيغام استولی دی.
د یادونې ده چې د سټمبر ۲۳مه د چيني بزګرانو د محصولاتو جشن دی.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې پر دې ټینګار کړی، چې د چین شلکه عصريتوب د کلیوالو سیمو له عصري کېدو پرته نشي عملي کېدای. ده زیاته کړې چې د بېلا بېلو کچو ګوندي کمېټې او حکومتونه باید د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړې او ترتیبات په جدي ډول تطبیق کړي.
ده دغه راز ویلي چې د کرهنیزو چارو او کلیوالو سیمو پر پرمختګ دې تمرکز وشي تر څو د کرهنیزو چارو عمومي تولیدي توان لا پياوړی او د بزګرانو عواید لا پسې زیات او د کلیوالي سیمو سمسورتیا وهڅول شي.



































