د ښځو په اړه د بېجینګ نړیوال کنفرانس د ۳۰مې کلیزې د یادونې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د لوړې کچې غونډه د سپتمبر په ۲۲مه نېټه په نیویارک کې تر سره شوه چې اصلي موضوع یې د بېجینګ اعلامیې او عملیاتي پلان د پلي کېدو ګړندي کول دي.
د چین د دولتي شورا د ماشومانو او ښځو په اړه د کاري کمیټې مرستیالې هوانګ شیاو وې د یوه پلاوي په مشرۍ د یادې غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې یوه وینا وکړه او د غونډې په جریان کې یې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې سیما سامي باهوش سره ولیدل.
باهوش د ښځو په چارو کې د چین د پام وړ پرمختګونو ستاینه وکړه او په بیجینګ کې یې د ښځو د راتلونکې نړیوالې سرمشریزې غونډې ته سترګې په لار دي.


































