د ورېښمو لار په نوم ۱۲م نړيوال فلمي فيستوال چې د چين ميډيا ګروپ، د فوجيان او د شاان شي ولایتونو د ځايي حکومتونو لخوا په ګډه جوړشوی، د سپتمبر د ۲۲مې نېټې په شپه د چين د فوجيان ولايت په فوجو ښار کې پرانيستل شو.
د دې نړيوال فلمي فيستوال په ترڅ کې چې سرليک يې دی ”د ورېښمو لار نړۍ سره وصلوي او فلمي نندارې د فوجو رڼا کوي“، د ۱۳۵ هېوادونو او سيمو د کابو ۳۵۰۰ فلمونو نندارې يا سره سيالۍ کېږي چې له دې جملې څخه څه باندې ۹۲ سلنه بهرني فلمونه دي.



































