د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کمېسيون غړي او د صدراعظم مرستيال دینګ شیوه شیانګ د سپتمبر د ٢٢مې نېټې په سهار د جه جیانګ ولایت په هانګ جو ښار کې د بیولوژیکي خونديتوب سیمو د ساتنې د نړیوالې غوندې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او وينا يې وکړه.
دینګ شیوه شیانګ وويل، د چين د کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې، د ايکولوژيکي تمدن په اړه د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د علمي لارښوونې په رڼا کې چين د ايکولوژيکي تمدن جوړول د چيني ملت د دايمي پرمختګ لپاره بنسټيز لومړيتوب ګرځولی او د ښکلي چين د ابادۍ او د نړۍ د زرغون پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.
د یونیسکو عمومي مدیرې اډري ازولې په خپله وینا کې د ايکولوژۍ او چاپيريال د ساتنې په برخه کې د چين د لاسته راوړنو او د نړيوال چاپيريال د حکومتولۍ په برخه کې د چين د مرستو ډېره ستاينه وکړه.



































