د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د سپتمبر په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د عوامو مجلس د غړو له پلاوي سره وليدل.
هه لي فنګ ويلي، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په ۱۹مه نېټه ټېليفوني خبرې کړې او مهمې موافقې ته رسېدلي، په دې سره يې د چين او امریکا د اړيکو د راتلونکي ثابت پرمختګ لپاره لارښوونه کړې. د هغه په خبره، چين او امريکا د همکارۍ زیات فرصتونه او ډېرې ګډې ګټې لري .
ده له امريکا څخه غوښتي، چې له چين سره د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د ګډو همکاريو پر بنسټ د سوداګريزو اړيکو ثابت، سالم او تلپاتې پرمختګ ته وده ورکړي.
هغه هيله ښودلې، چې د امريکا د عوامو مجلس غړي په فعاله توګه له چيني لوري سره تبادلې زياتې کړي، څو د دواړو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره خدمت وکړي.



































