د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د اسرائيلو او فلسطين د شخړې د اوسني حالت په اړه وويل چې سوله په زور او امنيت په تاوتريخوالي نه شي تامینېدای. ده وویل چې چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره په ګډه په غزه کې د اوربند او جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي، د فلسطينیانو د مشروع ملي حقونو د بېرته ترلاسه کولو له عادلانه غوښتنې څخه په ټينګه ملاتړ کوي او د فلسطين مسئلې د ژر، هراړخيز، عادلانه او تلپاتې حل لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
ویاند ګوه جیا کون وویل، د اوسنيو حالاتو پر وړاندې، بايد د بشري ناورين د کمولو لپاره په غزه کې د هراړخيز اوربند ټينګښت تر سره شي او هغه هېوادونه چې پر اسرائيلو ځانګړی اغېز لري، بايد په جدي توګه خپلې دندې پلې کړي.



































