د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په ۲۲مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړې. د دې هېواد د پولي چارو ادارې اړوند مسئول په دې ناسته کې د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان د تطبيق په موده کې د پولي چارو د نوي او مهم پرمختګ خبر ورکړ.
د هغه په خبره، د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان د تطبيق په موده کې د دې هېواد د پولي نظام اصلاحات پوره ژور شوي، پولي سازمانونه، بازار او تولیدات لا نور بشپړ او پياوړي شوي دي.
ده زیاته کړه چې په مهمو برخو کې پولي خطر په ښه توګه کنټرول شوی، د پولي چارو د ورخلاصون قدم چټک شوی او په دې سره په نړۍ کې د دې هېواد د پولي چارو د سيالۍ توان او اغېزه ډېره پياوړې شوې ده.
هغه ويلي، چې د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان د تطبيق په موده کې د دې هېواد پولي خدمت يو ځل بيا نوې مرحلې ته ننوتلی. له تېرو پنځو کلونو راهيسې په چين کې بانکي چارو او د بيمې چارو د ريښتني اقتصاد لپاره د ۱۷۰ ټريليونو یوانو پانګه برابره کړې، د څېړنې او تخنيک پورونه او د تولیدي صنعت منځمهاله او اوږدمهاله پورونه هر کال په اوسط ډول ۲۰ سلنه زياتوالی ښيي.



































